ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ، د عباسی مقدس آستان د قرآڼ له علمی کمپلیکس سره اړونده د قرآن کریم د موسیسې مدیر مهند المیالي ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل؛ دغه پروګرام د هغو زیارتوالو خاص پروګرام دی چې د حسینی اربعیّن د زیارت په شپو ورځو کې د نجف – کربلا په چورلیز کې د امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام د حرمیّنو په لور حرکت کوي. د هغه په وینا، دغه پلان یو داسې نوښت دی چې هدف ئې په ماشومانو اوزلمیانو کې د قرآن د کلتور پیاوړتیا او لوړتیا ده.
هغه دغه راز ووئيل، دغه پروګرام پرله پسې د څلورم کال لپاره ترسره کیږي او په دغه پروګرام کې د قرآني سیالۍ او تعلیمی ویناؤ پشمول زده کونکي او تعاملي فعالیتونو ټولګه شامله ده چې موخه ئې د قرآڼي وړتیاؤ پر ځانګړي برخې سربیره ، په ماشومو زیارتوالو کې د دیني او قرآڼي ارزښتونو لوړتیا ده.
پر دې سربیره، د قرآنی کلتور د پراختیا په لړ کې د عباسي مقدس آستان د قرآن کریم دعلمی کمپلیکس د کربلا د زیارتوالو ته د سم تلاؤت د زده کړې د پلان لومړنۍ ورکشاب دی.
د دغه کمپلیکس د یوه مسئول جواد النصراوي په وینا،دبابل په چورلیز کې د اربعیّن د زیارتوالو په لاره کې دغه پلان افتتاح شوی او هدف ئې هم د حسینی اربعیّن زیارتوالو ته دقرآن کریم سم قرآئت ورزده کول دي.
النصراوي دغه راز وئيلي دي، په دغه پلان کې ټاکل شوې ده ، د فاتحې سورې او د نورو لنډو سورو سم قرآئت د حسینی اربعیّن د زیارتوالو لپاره او دغه را د قرآن کریم د ماشومو حافظانو د شتون او معارفو د سیالۍ ترسره کیدا شاملې شي.
انتهای پیام
https://iqna.ir/fa/news/4232178/